د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی. د دغه ولایت د کانونو او پټروليم ریاست مسوولین وايي، چې د دویشتم ځل لپاره د هېواد پر سوداګرو ۳۳ زره ۸۱۹ قيراطه زمرد د ۲۶۹ زره ۵۵۰ ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو وپلورل شول. د پنجشېر د والی ویاند سیف الدین لټون وايي، چې دزمردو د پلور سربېره په لومړي ځل استخراج شوي یاقوت په ۱۰۰۰ امریکايي ډالره پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول.
































