د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په مارجې، نوزاد، کجکي، نادعلي، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې د کبانو روزنې ۳۰۰۰ فارمونه جوړ شوي دي. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې مدیر شامحمد خان ویلي، ۷۰۰ فارمونه په تېرکال او ۵۰۰ هغه یې، سږکال په معیاري ډول جوړ شوي او پاتې یې د خلکو لهخوا په غیرمعیاري توګه جوړ شوي دي. نوموړی زیاتوي، د کبانو بچیو لپاره د روزنې د یوه معیاري فارم جوړېدو په موخه د زون په کچه هڅې روانې دي چې ډېر ژر به هلمند کې پر پنځه جریبه ځمکه ورته یو فارم جوړ شي.
































