د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر سره کتلي دي. وېسټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، له ډاکټر الخلیفي سره یې د کتنې موخه د افغانستان د راتلونکي او پرمختګ پر لارو چارو غږېدل و. په دې کتنه کې د ګډ دریځ د رامنځته کولو او پراختیا او د ستونزو د حل په برخو کې د قطر د رول ستاینه هم شوې دي.
































