چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د ژوند لس هغه مهارتونه چې ناویلي پاتې وو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 27, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د ژوند لس هغه مهارتونه چې ناویلي پاتې وو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

موږ په ښوونځیو کې د لیکلو، لوستلو او شمېرلو مهارتونه زده کوو. دا مهارتونه هملته نه ختمېږې، بلکې د نورو مهارتونو په لټه وځو. لوړې زده کړې کوو او د ټولنې د یوه غړي په توګه خپله دنده پر ځای کوو، خو ځینې داسې مهارتونه شته چې نه په ښوونځي کې زده کېږي، نه په پوهنتون کې، دا وړتیاوې له ژونده زده کېږي او بېرته ژوند پرې جوړول کېږي. دا مهارتونه په خپل وار سره دومره اړین دي چې هم د بریا لامل کېدی شي او هم د ماتې.

موږ دلته هغه لس وړتیاوې درته لیکلې چې نه په ښوونځي کې در زده کېږي، نه په پوهنتون او نه هم په کار ځای کې.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

–1 د خپلو محدودیتونو پېژندل

دا غونډله یا جمله به مو اورېدلې وي (زما هر کار زده دی)، دا له هغو کسانو اورېدل کېږي چې ځانګړی کار یې لا نه وي زده. هېڅ شونې نه ده چې یو کس دې په هر کار کې مهارت او وړتیا ولري. دا ځکه چې هر کار خپله وړتیا غواړي. هغه کس چې لس کاله یې خیاطي کړې وي، په یوه اونۍ کې نشي کولی ډاکټر شي. د یوه انسان وزن چې دوه سوه کیلو وي، په یوه اونۍ کې ځان سلو ته نشي رسولی. موږ باید ځینې محدودیتونه وپېژنو او خپل محدودیتونه درک کړو. انسان نشي کولی تش په خبره هر څه زده کړي.

۲- د فکر او عمل د تفاوت او جوړجاړي تشخیص

موږ ډېر داسې کسان پېژنو چې فکر کوي موږ خبره کوو، خو عملي کولی یې نه شو. ښایي موږ هم د همداسې خلکو له ډلې واوسو. زموږ ستراتېژي باید داسې جوړه شي چې فکر او عمل مو سره پخلا وي. موږ باید پر ځینو موضوعاتو ښه فکر وکړو، د شخصي محدودیتونو له فلتره یې وباسو، بیا یې نو عملي کړو. تر ټولو اصلي مهارت دا دی چې د فکر او عمل جوړجاړی او تفاوت وپېژنو. له عمل پرته فکر ارزښت نه لري او له فکر پرته عمل یوه نامالومه پایله لري.

۳- د بدو سوچونو چټک لرې کول

د ست ګودین په نامه نامتو لیکوال په خپل کتاب linchpin کې وایي: «یوازینۍ لاره چې وړ او مبتکر کسان کولی شي په خپل ژوند کې بریالي شي، د بدو فکرونو له منځه وړل دي. د دې پر ځای چې پر دوولسو فکرونو او پلانونو تمرکز وکړئ او یو هم ونه شی کړی، ښه به وي چې پر یوه یا دوو مفکورو تمرکز وکړئ او عملي یې کړئ.»

ښاغلی سټیو جابز وایي: «زه مې پر هغو کړنو چې کړې مې دي او پر هغو چې نه مې دي کړې، یو رقم ویاړم. پر یوه غوره فکر تمرکز په دې مانا چې نورو زرو ښو مفکورو ته مو نه وویل. یانې ډېر په ځیر سره د دغو فکرونو له مینځه خپله غوره مفکوره رابېله کړئ. ابتکار یانې زرو نورو شیانو ته نه ویل».

۴- پر کړنلاره او موخه دې تمرکز وکړه

زموږ دا نننی جوړښت داسې دی چې چټک په پایلو پسې روان یو. دې فکر له موږ سره مرسته هم کړې، لکه تر لوږې مخکې د خوړو چمتو کول او تر یخنۍ دمخه د سون توکو اماده کول. که موخه ونه لری، نو کړنلاره څنګه برابروئ. هرومرو باید یوه موخه وټاکئ او هغې ته د رسېدو لاره مالومه کړئ. هر وخت مو د خپل پرمختګ کچه مالوموی او دا ځان ته جوته کړئ چې تر پخوا مو څومره لاسته راوړنې لرليې دي، په دې اړه  پایله هم وسنجوئ. که یو شي مو په درد نه خوړل، خپل ماغزه او وړتیا مه پرې مصرفوئ. د هغې پر ځای پر داسې څیز تمرکز وکړئ چې ګټه درته ولري.»

۵- تل په حللاره پسې ګرځه

مارک منسون وایي:  «ژوند کمپیوټري لوبه ده او تاسو یې مرکزي کرکټر. په دې لوبه کې بېلابېل پړاوونه راځي.» د نړۍ ټول خلک یو ډول موخه لرلی شي، خو داستانونه یې توپیر سره لري. لکه ډېر کسان غواړي انجنیران شي، خو لارې او د ژوند کیسې یې توپیر سره کوي. ژوند داسې طراحي شوی:

یو – ژوند داسې طراحي شوی چې پرله پسې ستونزې او ربړې ستاسو تر مخې ږدي.

دوه – لوبغاړي د ستونزو پر وړاندې دوه شیان کارولی شي :

یو – حللاره

دوه – اندېښنه

درې – هر یو مو چې ډېر وکاراوه، هومره درته اتومات او اسانه کېږي.

څلور – حللارې ژر کولی شي تاسو بل پړاو ته بوځي.

تر ټولو اصلي مهارت او وړتیا دا ده چې حللارو پسې لاړ شو، نه اندېښنو پسې.

۶- یو بریالی چاپېریال ځان ته برابر کړه

یو لېوه چې د سپیو منځ کې لوی شي، کړنې یې ډېری سپیو ته ورته وي، نه ذاتي جوړښت ته یې. باید په یاد ولرو چې چاپېریال د یوه کس اخلاق، عقیدې او کړنې ټاکلی شي. د هغه کړنې د هغو شیانو منعکسوونکې وي چې دننه په ده کې دي. زموږ ډېری ستونزې د هغه چاپېریال زېږنده وي چې پخپله مو ځان ته برابر کړی دی. تر ټولو ښه وړتیا د سم او بریالي چاپېریال برابرول دي.

۷- څه ډول چې دي هغسې یو څیز ته وګورو، نه هغسې چې نه دي

زموږ ذهنونه هره ورځ داسې کیسې راته جوړوي چې د نورو خبرو تش ځای را ډکوي. د بېلګې په ډول، موږ فکر کوو چې خاوند/ مېرمن مو موږ ته خیانت کوي؛ ځکه چې مسېج یې لا نه دی راځواب کړی. موږ فکر کوو چې رییس خو غوسه شو، نو باسي مو. موږ فکر کوو لاړو غرق شوو، ځکه چې دندې ځواب کړو. باید پر خپل ذهن برلاسي واوسو. څه چې دي هغو ته وګورو. نه هغو ته چې نشته.

۸- له ځانه سختې پوښتنې وکړه

انتوني رابینز وایي:  «زموږ د ژوند کیفیت هغه پوښتنې ټاکي چې موږ یې پوښتو. بریالي کسان معمولاً داسې سختې او هېښنده پوښتنې کوي، یا له بل یا له ځانه. داسې پوښتنې چې ان کېدی شي نورو ته ملنډې ښکاره شي. دا کسان د همدغو پوښتنو په ځواب پسې ګرځي او له بېلابېلو زاویو ورته ګوري.

۹- د ګیلاس نیمه تشه برخه مو هېره نه شي

مثبت اندي د ژوند ستر مهارت او وړتیا ده. بریالي کسان تل د ګیلاس تشه او ډکه برخه ویني. د ډکې برخې لپاره شکر باسي او د تشې د ډکولو هڅه کوي. مانا موږ خپل کمښتونه او نیمګړتیاوې وینو، خو لاس تر زنې باید نه شو، لاس پکار شو او هغه څه چې لرو، پر هغو کبر نه؛ بلکې شکر وباسو چې شته.

۱۰- نورو ته ارزښت ورکول

نورو کسانو ته ارزښت ورکول پرته له دې چې باالمقابل کومه تمه ولرو، دا د ژوند بله وړتیا او مهارت دی. مانا که ملګرتیا کوو، ښه پاکه یې وکړو، نه موخنه ملګرتیا. دې نړۍ کې دوه ډوله انسانان شته؛  یو هغوی چې تل نورو سره د مرستې په فکر وي. دویم هغه کسان چې یوازې جېب ډکول غواړي. لومړۍ ډله خلک تل پرته له کوم بدیله مرستې او سرښندنې کوي. دویمه ډله کسان هر چېرته خپله ګټه لټوي. دواړه بریالي کېدی شي، خو نیت اخر نه اخر مالومېږي. په پای کې هغه کس چې تل پرته له تمې مرستې کوي، په ټولو منل کېږي او نور کسان هم تل ده سره مرستو ته چمتو وي.

ژباړه: ملیحه ناصري

Previous Post

فنلنډ: افغانستان کې روانه وینه بهېدنه باید ختمه شي

Next Post

لینوو کمپنۍ نوی لپ‌ټاپ معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
لینوو کمپنۍ نوی لپ‌ټاپ معرفي کړ

لینوو کمپنۍ نوی لپ‌ټاپ معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

No Deposit Bonus 2025 Canada

سپتمبر 8, 2025

Laws On Online Gambling Canada

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved