د سرپرست حکومت اداري مرستيال د ترکيې د کډوالو ادارې ریيس اتيلا توروس، د دې ادارې له مرستيال اوندر باکان او په کابل کې د ياد هېواد له سفیر جنک اونال سره لیدلي. په دې لیدنه کې د ترکيې د کډوالو ادارې ریيس له افغان کروندګرو سره د کوکنارو بديل کښت لپاره د ترکيې له مرستندويه بستو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د بدیل کښت په برخه کې د مرستو سربېره یې هېواد په افغانستان کې د کانونو استخراج، انرژي، ترانسپورټ او نورو بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتونکی دی. ورته مهال په دې لیدنه کې د سرپرست حکومت اداري مرستيال ترکيه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل ټينګار کړی دی.
































