د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې په ۲۲۴۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ۸۳ زره ۸۰۰ میټریک ټنه حاصل ورکړي. د ننګرهار کروندګر له هېوادوالو غواړي، چې د بهرنیو میوو پر ځای دې وطني میوې وپیري. د دغه ولایت کروندګر له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د کرنې لپاره دې د اوبو لګولو پر پروژو او همداراز د میوو ساتنې لپاره د سړو خونو په جوړولو کار وکړي.
































