افغانستان کې سېلاب ځپلو لپاره د ایران د بشرپاله مرستو لومړۍ جوپه د مزار شریف د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړۍوال هوايي ډګر ته رسېدلې. په مرستو کې ۲۰ ټنه خوراکي توکي، درمل، فرشونه، کمپلې، چپرکټونه او کېږدۍ شاملې دي. په مزار شریف کې د ایران سرکونسل وايي سره له دې چې هېواد کې یې یوه ناوړه پېښه رامنځته شوې خو بیا هم د افغانستان د خلکو په څنګ کې ولاړ دي. د بلخ سیمه ییز مسوولین له وروستیو سېلاب ځپلو سره د اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران له مرستې هرکلی کوي، خو د سېلاب ځپلو اړتیاوې له دې ډېرې بولي. په مزار شریف کې د ایران سرکونسل وايي، ټاکل شوې سېلاب ځپلو ته د دغه هېواد د بشر پالو مرستو یوه بله جوپه هم نن د موالانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر ته راورسېږي.
































