د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هلمند ولایت د خپل سفر پر مهال د انرژۍ د سکټور، د کجکي بند د دویم فاز او د دې بند د پارچاوي په لوړولو او د هرې ولسوالۍ لپاره د یو چکډېم د جوړولو په اړه خبرې کړي. یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د شته امکاناتو او متوازن انکشاف د اصولو په پام کې نیولو سره به د هلمند ولایت د خلکو ستونزې هوارې کړي. د هلمند اوسېدونکي وايي، تېرو پنځو کلونو وچکالیو د دغه ولایت اوسېدونکي سخت ځپلي دي او د ډیری ولسوالیو څخه خلک د اوبو د نشتوالي له امله کډې کولو ته اړ شوي دي. دوی دولت دا اقدام چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې چکډیمونه جوړوي ستايي، او له چارواکو غوښتنه کوي، چې د نوزاد ولسوالۍ کې د فرهاد بند جوړ کړي.
































