د کندهار د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، د کابل – کندهار لویې لارې ۸۰ سلنه موټر چلوونکي د موټر چلولو قانوني اسناد نه لري. د مسوولینو په خبره د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې زابل کې د کابل – کندهار لویې لارې د ټولو موټر چلوونکو د اسنادو ارزونې بهیر پيل کړی دی. د کابل – کندهار پر لویه لار هره ورځ له یوې تر درېیو ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي. د دې لويې لارې موټر چلوونکي د ټرافيکي پېښو مخنیوي لپاره د لا نورو ګامونو اوچتولو غوښتنه کوي. د زابل د ترافیکو مدیریت مسوولینو د مالوماتو پربنسټ د کابل – کندهار لویې لار کې ډېری ترافیکي پېښې د ګړندي تګ، موټر چلوونکو نامسلکیتوب او ترافیکي اصولو سره د نه بلدیت رامنځته کېږي.
































