سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د ملي شورا تر چتر لاندې؛ قانون جوړوونکي که رشوت اخیستونکي!؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 29, 2020
in تبصرې
0
مبهمه راتلونکې؛ هدفي وژنو وېره او وحشت خپور کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لویه څارنوالي وايي چې د مشرانو جرګې درې غړي د رشوت اخیستو پرمهال د بلخ ولايت په حيرتانو بندر کې نيول شوي دي. د راپورونو له مخې، دا کسان د نظارت لپاره بلخ ولايت ته تللي وو او هلته يې د ګمرک له ريیس څخه په يوه قضيه کې ۶۰زره ډالره رشوت غوښته، خو په اخره کې يې ورسره ۴۰زره ډالره منلي دي. که څه هم لویې څارنوالۍ د یادو دریو سناتورانو نومونه دي اخیستي، خو د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کسان محمد عظیم قویاش، محمد انور باشليق او لیاقت الله بابکرخېل دي چې دری واړه یې د مشرانو جرګې برحاله غړي دي او د رشوت اخیستو پرمهال د ملي امنیت کارکوونکو له خوا نيول شوي دي.

قوياش په مشرانو جرګه کې د سرپل ولايت استازی، باشليق د فاریاب اوسېدونکی او بابکرخېل د خوست اوسېدونکی دی او دواړه انتصابي سناتوران دي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د فساد او رشوت په دا ډول قضیو کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو او د ملي شورا د غړو لاس لرل نوې خبره نه ده. تر دې وړاندې هم د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي پر دې تورن شوي چې د فساد اړوند په ګڼو قضیو کې ښکېل دي، خو دا لومړی ځل دی چې د مشرانو جرګې درې فعال غړي د رشوت اخیستلو په تور نیول کېږي. که څه هم د دغو کسانو نیول کېدل ښه اقدام دی، خو دا قضیه ګڼې پوښتنې نورې هم له ځانه سره لري چې حکومت باید ورته مناسب ځواب ووايي؛ ځکه تر دې وړاندې هم ځینې چارواکي په فساد کې د لاس لرلو په تور نیول شوي، خو د دوی له نیول کېدو له فساد سره د مبارزې په برخه کې یوازې په کمپایني توګه ګټه اخیستل شوې، حکومت یوازې له نړیوالو فشارونو د ځان د خلاصون او د مرستو د راجلېدو په پار دا ډول قضیې په لنډمهاله توګه رسنیزې کړي، خو د هغوی د څېړنو پایلې تر ننه نه دي په ډاګه شوي. همدا اوس هم د ملي شورا د ځینو غړو په ګډون، ګڼ شمېر برحاله حکومتي چارواکي د فساد او بډو اخیستو اړوند په لویو قضیو کې ښکېل دي، د ځینو په اړه یې ان د رسنیو له خوا راپورونه هم خپاره شوي، خو حکومت بیا په دې برخه کې دوه ګونی چلند کوي، د نړیوالو مرستندویو هېوادونو او ادارو د فشار پرمهال له فساد سره د مبارزې شعار ډېر زمزمه کېږي، خو کله چې دا فشار کمېږي، هرڅه عادي شي. حکومت بیا بیا ژمنې کوي چې دوی له فساد سره د مبارزې په برخه کې ژمن دي، خو حقیقت دا دی چې همدا اوس هم په ګڼو ادارو کې په پراخه توګه فساد روان دی، ان کله کله دا ګراف دومره لوړ شي چې نړیوالې مرستندویې ادارې او هېوادونه یې له کبله د خپلو مرستو د بندېدو خبرداری ورکړي. عام خلک نور د حکومت له دا ډول تکراري ژمنو ستړي شوي، حکومت دې له فساد سره د مبارزې په برخه کې عملي او کوټلي ګامونه پورته کړي، په دې برخه کې د سلیقوي چلند نه کوي، د ټولو هغو برحاله چارواکو د فساد اړوند دوسیې دې وڅېړي چې د حکومت تر چتر لاندې ځان خوندي احساسوي، دوی دې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي او په دې ډول دې له فساد سره رښتیني مبارزه وکړي.

Previous Post

بیشتر بدست بیاورید… بیشتر استفاده نمایید

Next Post

وکیلان: امنیتي ادارې د خلکو د امنیت په تامین کې ناکامې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
وکیلان: امنیتي ادارې د خلکو د امنیت په تامین کې ناکامې دي

وکیلان: امنیتي ادارې د خلکو د امنیت په تامین کې ناکامې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سپین بولدک کې د ټرانزیټ ځانګړې لار پرانیستل شوه

سپین بولدک کې د ټرانزیټ ځانګړې لار پرانیستل شوه

مې 9, 2023
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر اهمیت ټینګار کړی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر اهمیت ټینګار کړی

اکتوبر 27, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved