سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

وکیلان: امنیتي ادارې د خلکو د امنیت په تامین کې ناکامې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 29, 2020
in افغانستان
0
وکیلان: امنیتي ادارې د خلکو د امنیت په تامین کې ناکامې دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې روان امنیتي وضعیت او هدفي بریدونو سترې اندېښنې رامنځته کړې دي. پرون د ولسي جرګې غړو په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال په امنیتي ادارو کې پر کمزوریو نیوکې کړې دي او په خبره یې، دوی د خلکو د امنیت په تامین کې ناکام دي. وکیلانو وویل، امنیتي ادارې د وظیفوي تداخل او همدارنګه د سلسله مراتب د نه موجودیت له امله له کمزورۍ سره مخ دي او اصلي دندې ترې پاتې دي. بلخوا ولسمشر غني پر روان وضعیت تېره ورځ د کابیني فوق العاده غونډه کړې او له اړوندو ادارو یې غوښتنه کړې چې د امنیت په تامین کې خپلې هڅې پراخې کړي.

همدا پرون کابل ښار د دوو چاودنو شاهد و. کابل ښاریانو خپله ورځ د درنې چاودنې په اورېدو پیل کړه او بېرته مازیګر مهال د بلې درنې چاودنې پر مهال د کابل ښاریانو ورځ پای ته ورسېده. امنیتي چارواکو د تل په څېر د پېښې په اړه د لا پلټنې خبره وکړه او د برید اصلي عاملین بیا هم نامعلوم دي. دې هر څه د عامو وګړو او ولسي جرګې غبرګون پارولی دی. د ولسي جرګې غړو د تېرې ورځې په غونډه کې د افغانستان پر امنیتي ادارو سختې نیوکې وکړې او په خبره یې، دغه ادارې د خلکو د امنیت په تامین کې کمزورې دي. د دوی په وینا، هره ورځ په کابل او ولایتونو کې د مقناطیسي ماین چاودنې کېږي، هدفي بریدونه کېږي او جنایي پېښې اوج ته رسېدلي، خو د کورنیو چارو وزارت کمزوری مدیریت د دې پېښو په کابو کولو او کمولو بریالی شوی نه دی.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

وکیلانو همدار راز وویل چې په امنیتي او دفاعي ادارو کې سلسله مراتب او نظم له منځه تللی، وظیفوي تداخل موجود دی او امنیتي چارواکي د یو بل له اوامرو سرغړونه کوي چې همدې مسئلې کمکاري ډېره کړې او د لویو ستونزو لامل ګرځېدلی دی. د ولسي جرګې غړی خالد اسد وایي، که وضعیت همداسې وي، نو ښه ده چې د کورنیو چارو وزارت لغوه کړل شي. د ده په خبره: ((راځئ د وزارت داخلې د لغوې وړاندیز ورکړو، امنیتي سکتور دې د لومړۍ مرستیالۍ، د ولسمشرۍ ماڼۍ یا پي پي ایس یوه برخه شي. په دې توګه به له یوه ځایه قومانده اخلي او موږ به هم له وضعیت نتیجه واخلو)).

بلخوا د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي چې راتلونکې دوشنبه به د امنیتي ادارو مسوولین عمومي غونډې ته راځي او د وکیلانو پوښتنو ته به ځوابونه ووايي. د ده په خبره: ((د رییسانو کمېټې پرېکړه کړې، چې د امنیتي ادارو مسوولین به راتلونکې دوشنبه عمومي غونډې ته حاضر شي او د وکیلانو پوښتنو ته به ځواب ورکړي)).

بلخوا ولسمشر غني بیا د کابینې په فوق العاده غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې ترهګرې ډلې هڅه کوي د ځوانانو ترمنځ ناهیلي، بې باوري او تزلزل رامنځته کړي. د ده په خبره، افغانان باید کمزوري نه شي او د دښمن په دغه ډول دسیسو دې نه ماتېږي. هغه همدا راز په دې غونډه کې د امنیتي ادارو مسوولینو په تېره د کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې په کابل او ولایتونو کې د وروستیو ترهګریزو او هدفي بریدونو مسوولین ونیسي او محاکمه دې کړي. هغه له کورنیو چارو وزارت غوښتي چې د ترهګرو د محکمې او نیولو پروسه دې چټکه کړي.

ولسمشر غني همدا راز د خبریالانو، سیاسي فعالینو، ډاکټرانو، مدني فعالینو او ملکیانو وژل غیر انساني عمل بللی او په خبره يې: ((دغه ډول بریدونو، پر یوه نسل برید دی، زموږ  پر زړه برید دی، د ټولو ارزښتونو تر پښو لاندې کول دي، موږ باید د شهیدانو کورنیو ته رسېدګي وکړو او د پېښو عاملین محاکمه کړو)).

ولسمشر دغه راز د سولې په برخه کې هم د ټولو ولایتونو پر والیانو غږ کړی چې سوله د یوه ملي بحث  په توګه مطرح کړي، د خلکو ملاتړ خپل کړي او دوی په دې مهم امر کې د ځان تر څنګ ودروي.

Tags: Top
Previous Post

د ملي شورا تر چتر لاندې؛ قانون جوړوونکي که رشوت اخیستونکي!؟

Next Post

د کرېکټ نړیوالې شورا، راشد خان د شل اوریزو سیالیو د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه اعلان کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د کرېکټ نړیوالې شورا، راشد خان د شل اوریزو سیالیو د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه اعلان کړ

د کرېکټ نړیوالې شورا، راشد خان د شل اوریزو سیالیو د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه اعلان کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کډوالو نړیواله اداره: یو شمېر افغان مېرمنې مو په کار بوختې کړې دي

د کډوالۍ نړیواله اداره: یو شمېر افغان مېرمنې مو په کار بوختې کړې دي

مارچ 27, 2024
فراه کې د مخابراتي خدمتونو پراختیا لپاره ۱۵ نوي سایټونه جوړېږي

فراه کې د مخابراتي خدمتونو پراختیا لپاره ۱۵ نوي سایټونه جوړېږي

مارچ 2, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved