د کورنیو چارو وزارت د بغلان له سېلاب ځپلو سره د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو نغدي مرستې خبر ورکړی دی. د یاد وزارت ویاند وايي؛ یادې مرستې چې ۸۰ زره امریکايي ډالره او یو نیم میلیون افغانۍ پکې شاملې دي، د یو شمېر ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو له لوري مرستې شوې وې، چې پرون د نوموړي په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت د پلاوي له لوري په مستحقو کسانو ووېشل شوې. عبدالمتین قانع، چې په همدې موخه یې بغلان ته سفر کړی وو همدارنګه وویل چې یادې مرستې په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د دوی د ټیمونو تر ارزونې او د مستحقو کورنیو تر تشخیص وروسته ووېشل شوې. د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ډاډ ورکړ، چې د یادو مرستو دویمه جوپه به په نږدې وخت کې د بورکې په ګډون د یو شمېر نورو ولسوالیو په سېلاب ځپلو کورنیو ووېشل شي.
































