د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په نوې ټکنالوژۍ سره یې د سترګو د ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړې ده. د چارواکو په وینا په کابل او هرات کې د دې ادارې په اړونده روغتونو کې د ناروغانو درملنه وړیا ده او دوی پلان لري، چې له درې زره څخه تر څلور زرو پورې هغو ناروغانو ته چې عینکو ته اړتیا لري، عینکې ورکوي او تر ۵۰۰ پورې ناروغانو به جراحي عملیات وکړي. یو شمېر هغه کسان چې د سترګو په ناروغۍ اخته دي خوښ دي، چې درملنه یې کېږي.
































