د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دا مهال درې میلیونه افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي خو دوی له یوازې یو میلیون دې ماشومانو سره مرسته کولی شي. د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره یې بودجه تېرکال کمه شوه، خو په عین حال کې د دوی ۲۷۰۰ کلینیکونو ته د ماشومانو مراجعه هم زیاته شوې ده. دا اداره په خپل بیان کې زیاتوي چې د دې مالي بحران ډېره برخه فشار د دې ماشومانو پر اوږد دی. له بلې خوا د ماشومانو د ملاتړ اداره سېف دې چیلډرن وايي چې د افغانستان په هرو لسو ماشومانو کې درې یې سږکال له لوږې او سختۍ سره مخامخ دي چې ټول شمېر یې شپږنیم میلیون ته رسېږي.
































