ملګري ملتونه وایي د افغانستان وضعیت مخ پر ترینګلتیا دی. د ملګرو ملتونو له ماشومان د ملاتړ صندوق چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او اقتصادي وضعیت یې مخ پر خرابېدو دی.
د سرچینې په خبره یاد وګړي د نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري چې باید پر وخت ور ورسول شي. د یونسف ادارې چارواکو بیا ویلي چې له دې ډلې تر ټولو ستر خطر افغان ماشومانو ته متوجه دی چې که مرسته و نه شي نو وضعیت به تر دې هم ترینګلی شي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، اوچا او سره صلیب هم له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.











