طا لبان وایي د امریکا حکومت دې د مذاکراتو پر ځای عملي ګامونه اوچت کړي. د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په تازه څرګندونو کې ویلي دوی د مذاکراتو د نوي پړاو هرکلی کوي خو ددې پلویان دي چې امریکا د مذاکراتو او خبرو پر ځای عملي ګامونه اوچت کړي او پر خپلو ژمنو ودرېږي.
دده په خبره افغانستان اقتصادي مرستو ته اړتیا لري او ددې وخت دی چې ټول هېوادونه خپلې همکارۍ ولري او هغه پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان حکومت دې په رسمیت وپېژني. ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د امریکا او افغان لوري ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو پيل شي. په
دې مذاکراتو کې به پر اقتصادي مسایلو، له افغانستان سره پر مرستو، د رسمیت پېژندلو پر مسئله او نورو اړوندو چارو خبرې وشي. ویل کېږي چې مذاکرات ښایي شاوخوا پنځلس ورځې دوام وکړي او د دواړو لورو پلاوي به دغه مذاکرات یوې پایلې ته رسوي.











