په خوست ولایت کې کروندګرو ته د اصلاح شویو تخمونو له وېش وروسته اوس په دغه ولایت کې د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی. د خوست د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې له کروندګرو سره پوره همکاره دي. د یاد ریاست مسوولین وايي، په روان کال کې یې ۱۰ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه ورکړي، چې د ښو حاصلاتو لامل شوي. کرنې ریاست وايي، له بیلا بیلو موسسو سره په همغږۍ په راتلونکي کې ۲۳ زره کروندګرو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش په اړه پلان لري.
































