د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ۳۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د ۶۰ زره ټنه د قشقري اومه تېل له داوطلبۍ وروسته پر یوه کورني شرکت پلورل شوي دي. د مالوماتو له مخې دغه اندازه اومه تېل د ۱۸ شرکتونو تر منځ داوطلبۍ ته وړاندې کړل، بالاخره یو کورنی شرکت وتوانېد چې، د دغې بولۍ ګټونکی شي. د یاد وزارت سرپرست د دغې داوطلبۍ پر مهال له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې، د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې د روان کال له پیله تر اوسه له کورنیو شرکتونو سره د ۴۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د ۸ کوچنیو او لویو کانونو تړونونه لاسلیک شوي دي.
































