د بلخ ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال د ورښتونو او ښې هوا له امله په دې ولایت کې د زردالو حاصلات ډېر شوي دي. د دوی په خبره چې له هر هکتار ځمکې څخه به تر شپږ میټریک ټنه زردالو حاصلات ترلاسه شي. بڼوال له دولت څخه غواړي، چې له دوی سره د کیمیاوي سرې او درملو په برخه کې مرسته وکړي. دوی وايي، چې په وروستیو کلونو کې له دوی سره همکاري کمه شوې ده. د چارواکو په خبره دهدادي، چمتال، بلخ او دولت اباد هغه ولسوالۍ دي، چې د زردالو تر ټولو ډېر حاصلات لري.
































