د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند ګنداب کلي کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د لغمان مرستیال والي اختر محمد مزمل وايي، چې د قرغیو ولسوالۍ اړوند ګنداب کلي اوسېدونکو ته د یونیسف په مالي ملاتړ د پاکو اوبو رسولو یوه سولري شبکه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات سربېره ۳۷۰ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې. ورته مهال بیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس محمد ظاهر زرکمر وویل، چې یاده شبکه د ۵ میاشتو په موده کې جوړه شوې، چې د ۳۳ سولري تختو په وسیله ۱۳۰ وړو شبکو ته اوبه رسوي چې ۳۷۰ کورنۍ ترې برخمنې کېږي.
































