د نورستان ځايي مسوولینو د قمرموسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت د کوردر- تتین د ۴۷ کیلومتره سړک د رغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. د یاد ولایت والي ذین العابدین عابد وايي، چې د دغه سړک د بیا رغونې چارې به په دوو میاشتو کې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه، چې یاد سړک غربي نورستان له مرکز پارون سره نښلوي. په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، چې د نورستان ډیری ولسوالۍ له مزکر پارون سره نه دي نښلول شوي چې له امله یې ولسونه له ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په دغه پروژه کې د سیمې ۱۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده .
































