د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د پېښې د پخلي تر څنګ ویلي چې دا پېښه د اندړو ولسوالۍ په لاغرو سیمه کې رامنځته شوې ده. د جمعه زاده په خبره، په همدې سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده چې په ترڅ کې یې د هاوان یوه مرمۍ پر یو کور لګېدلې او په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، تر اوسه معلومه نه ده چې دا توغندی د چا له لوري توغول شوی و.
































