د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان سیمې د دویم ګذر په دره زرګر او قلعه حکیم ، د ۱۲م ګذر اړوند په قلعه کشکک او د ۲۱م ګذر اړوند په قلعه سرور سیمو کې د سړک جوړولو چارې پیل شوې دي. د کابل ښارولۍ مسوولین وایي، چې دغه پروژې د ښاريانو د ستونزو د هواري او د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه طرحه شوې دي. په دویم ګذر کې سړک ۸۰۰ متره اوږدوالی او له (۴ څخه تر۵) مترو پورې سور لري، په ۱۲م ګذر کې سړک ۹۳۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري او دغه راز په ۲۱م ګذر کې سړک ۷۵۰ متره اوږدوالی او متره سور لري چې، د لښتیو او کوچنیو وسپنیزو پلونو په ګډون به یې چارې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
































