د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون له پاکستان او ایران څخه ۳۶۹ نورې کورنۍ په جبري ډول هېواد ته راستنې شوې دي. د کډوالو وزارت ویلي، راستنو شویو کورنیو کې د تورخم له لارې سل کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۶۳ کورنۍ او له ایران د نیمروز او هرات اسلام کلا له لارې ۲۰۶ کورنۍ هېواد ته رستنې شوې دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې یو شمېر کورنیو سره د مرستې تر څنګ یې ځینې خپلو مېنو ته هم انتقال شوي دي.
































