د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري د دغه وزارت له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې د کانونو د قاچاق او ناقانونه استخراج مخه نیول شوې ده. امیري زیاته کړې، چې تر دېمهاله پنجشېر کې د زمردو کانونو د استخراج ۵۶۰ جوازونه وېشل شوي، چې ورسره شاوخوا ۱۰ زره تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده. ورتهمهال د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر په دې لیدنه کې د پنجشېر ولایت اوسېدونکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او هغوی ته د یاقوتو او زمردو کانونو د جواز په ورکړې ټینګار کړی دی.
































