د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي چې دغه ولایت کې دا مهال د ۲۶ کانونو د استخراج چارې روانې دي چې نږدې راتلونکې کې به څلور نورې سترې پروژې هم پیل شي. د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د تفتیش امر عنایتالله امیني ویلي، چې نږدې راتلونکې کې به څلور پروژې له هغې ډلې، د سمنټونو پروژه، د غوریان اوسپنې کان بلاکونو، د پشتون زرغون اوسپنې کان او د ډبرو سکرو اړوند پروژې پرانېستل شي. نوموړي ویلي، دا مهال د هرات سمنټونو پروژو لومړنیو کارونو کې ۲۰۰ کسان پر کار بوخت دي چې نږدې راتلونکې کې به يې چارې په رسمي توګه د ۲۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پیل شي.
































