په هرات کې د ملک سلمان خیریه بنسټ له خوا د څه باندې ۴ زره کسانو د سترګو درملنه کوي. د ملک سلمان خیریه بنسټ مسوول فخرالدین داکار ویلي چې په دغه ولایت کې د ۴۴۰۰ د سترګو ناروغانو درملنه د ملک سلمان خیریه بنسټ له خوا په ۴ ورځو کې کېږي، چې په کې به د ۴۰۰ کسانو د سترګو عملیات هم ترسره شي. ورته مهال په لوېدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې عملیاتي مسوول محمد آصف صدیقي وايي، په دې سربېره د سره صلیب له لوري د صعب العلاج ناروغيو لکه د زړه سوري، سوځېدنې او د هډوکو وروستوالی د ناروغانو درملنه هم په وړيا توګه کېږي.
































