افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې ۴ خصوصي روغتونونو ته د در درملنې په موخه ور وپېژندله. سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د یادو خصوصي روغتونونو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د هوکړې له مخې به ۳۰ماشومان، چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغه روغتونونو کې تر درملنې لاندې ونیول شي. په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د دغو ناروغانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
































