د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو کې د خوراکي او غیرې خوراکي توکو تولیدي شرکتونو څخه څارنه پيل شوې. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس شبیراحمد صدیقي ویلي، دغه څارنه یې د ولسي وګړو د پرلپسې شکایتونو له امله پيل کړې چې یو شمیر تولیدي شرکتونه خوراکي او غیرې خوراکی بې کیفیته توکي بازار ته وړاندې کوي. نوموړي ویلي، چې د کالیو مینځلو یوه تولیدي شرکت دوه سوه کارتنه صابون او شامپو یې د دې لپاره ضبط کړي چې بېکیفیته صابون، شامپو او کالیو منځلو واسلین یې تولید او بازار ته یې وړاندې کړي وو.
































