هندي چارواکو ویلي، چې سږني دوبي کې د تودوخې څپې له سلو ډېر کسان مړه کړي او له ۲۵زرو ډېر کسان یې ناروغه کړي دي. د هند په یوشمېر ښارونو کې له هغې ډلې په ډیلي کې د تودوخې درجه له مارچ میاشتې راهیسې تر ۵۰ سانتي ګرادو لوړه شوې ده. کارپوهان وایي، اقلیمي بدلون د تودوخې د لوړوالي لامل شوی. د اودېسا چارواکو ویلي، چې په دغه ایالت کې لږ تر لږه ۳۰ کسان د تودوخې له امله مړه شوي دي.
































