چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د خپلواکۍ جشن په ۳۴ ولایتونو کې په شاندارو مراسمو ونمانځل شو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 19, 2020
in افغانستان
0
د خپلواکۍ جشن په ۳۴ ولایتونو کې په شاندارو مراسمو ونمانځل شو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سره له دې چې په هېواد کې د کرونا ویروس د پراختیا او نا امنیو وېره وه، خو افغانانو د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د خپلواکۍ ۱۰۱مه کلیزه په خورا شاندارو مراسمو ونمانځله. د راپورونو له مخې، په ځینو ولایتونو کې وړې امنیتي پېښې شوې دي، خو دومره تلفات یې نه لرل او افغان ولس په ډاډمنه فضا کې د خپلواکۍ د بېرته اخیستو کلیزه ونمانځله. د دې تر څنګ ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله، ناټو او ان طالبانو هم د خپلواکۍ پر کلیزه بېلابېلې اعلامیې خپرې کړې وې. د ګڼو هېوادونو ولسمشرانو هم ولسمشر غني ته د دې ورځې مبارکي را استولې ده.

پرون سهار په ملي دفاع وزارت کې د استقلال منار ته د ګلونو په اېښودو ولسمشر غني د خپلواکۍ ۱۰۱ مه کلیزه ونمانځله. په دغو مراسمو کې د حکومت لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و او ولسمشر غني د استقلال منار ته د ګلونو په اېښودو د دې ورځې نمانځنه پیل کړه. له دې ورځې پوره ۱۰۱ کاله مخکې مقتدر افغان پاچا غازي امان الله خان د افغانستان خپلواکي واخیسته او هېواد یې د انګریز له تسلط آزاد کړ. هغه مهال یې په خپلو مترقي افکارو غوښتل په هېواد کې د پرمختګ او لا پیاوړتیا لپاره کار وکړي، خو د انګریزي ښکېلاک د مل کسانو او استعماري فکر د دې اجازه ور نه کړه چې خپلو چارو ته ادامه ورکړي او حکومت یې سقوط وکړ.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په همدې مناسبت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شانداره جشنونه جوړ شوي وو. افغان ولس له امنیتي ګواښونو او د کرونا ویروس له خطر سره سره د خپل هېواد خپلواکي ونمانځله او په ځينو ولایتونو کې د افغان ځواکونو نظامي نمایش هم ترسره شوی دی. په کابل کې هم له دې ورځې توده نمانځنه وشوه او موټریزو کاروانونو د افغانستان ملي بیرغونه لېږدول.

له دې ورهاخوا د نړۍ ګڼو هېوادونو افغان ولسمشر ته د پیغام له لارې افغانانو ته د دې ورځې مبارکي ورکړې ده. د چین ولسمشر شي جین پېنګ افغان ولسمشر ته په استولي پیغام کې ویلي چې چین او افغانستان په خپلو کې پوره ۶۵ کاله حسنه دیپلوماتیک روابط پاللي دي. د ده په خبره، ټول افغان ولس ته خپلواکۍ د بېرته اخیستلو په مناسبت مبارکي وایي او د دې غوښتونکی دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې او غښتلې شي. ولسمشر شي همدا راز ویلي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به همکاري کوي او تمه لري چې دلته اوږده جګړه ژر پای ته ورسېږي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم ولسمشر غني ته د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې مبارکي ورکړې ده. د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین هم په یوه پیغام کې د دې ورځې مبارکي افغانانو ته ورکړې او تمه یې ښودلې چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په یوه پیغام کې ویلي چې د افغانستان ملت ته د خپلواکۍ مبارکي وايي او تمه لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي. د دې تر څنګ افغان چارواکو هم په دې اړه څرګندونې کړې دي. د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ویلي، تمه ده چې د افغانستان ۴۲ کلنه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې پای ومومي او افغانان روښانه راتلونکې ولري. د ده په خبره، د خپلواکۍ اخیستل د نیکونو ویاړ دی او اوس به سوله د دې نسل ویاړ وي.

بلخوا طالبانو بیا ویلي چې امان الله خان یو استعمار ختم کړ او طالبان د امریکا ناکامولو ته نږدې شوي دي. دوی ټینګار کړی چې په جګړه کې بریالي دي او امریکا یې په شا کړې ده. بلخوا په کابل کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم د مبارکۍ تر څنګ ویلي، تمه لري چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي او روانه جګړه پای ته ورسېږي.

بلخوا د خپلواکۍ د جشن د نمانځې پر مهال ځينې امنیتي پېښې هم شوې دي. له دې ډلې په کابل کې پر څو حوزو ۱۴ راکېټي بریدونه وشول چې لس ملکیان پکې ټپیان شول. د بریدونو مسوولیت هم چا نه دی منلی.

Tags: Top
Previous Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Next Post

امریکايي رسنۍ: که جوبایډن واک ته رسېږي ایله د ټرمپ ورانۍ راسمې کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
امریکايي رسنۍ: که جوبایډن واک ته رسېږي ایله د ټرمپ ورانۍ راسمې کړي

امریکايي رسنۍ: که جوبایډن واک ته رسېږي ایله د ټرمپ ورانۍ راسمې کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یونسکو: له زده کړو د نجونو راګرځول هیچاته د منلو نه ده

یونسکو: له زده کړو د نجونو راګرځول هیچاته د منلو نه ده

جنوري 23, 2023
د پاکستان له زندانونو تر اوسه ۴۲۰۰ افغان بندیان خوشې شوي

د پاکستان له زندانونو تر اوسه ۴۲۰۰ افغان بندیان خوشې شوي

نوومبر 16, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved