د سرپرست حکومت ویاند وايي، چې نږدې راتلونکي کې به د یوه میکانیزم له مخې افغانانو ته د متحده عربي اماراتو ویزې خلاصې شي. نوموړی زیاتوي، چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوي د متحده عربي اماراتو چارواکو سره کتنه کې افغانانو ته د هغه هېواد ویزو خلاصولو په اړه خبرې کړې دي. د نوموړي په خبره، چې دې کتنه کې ژمنه وشوه، چې د یوه میکانیزم له مخې به په نږدې راتلونکي کې افغانانو ته ویزې خلاصې شي. د یادونې ده، چې دې سفر کې د دواړو لورو له لوري په ګڼو موضوعاتو خبرې او پرېکړې شوې دي.











