د ازبکستان یوه ډله سوداګرو د بلخ له سرپرست والي سره په کتنه کې ویلي، چې غواړي په افغانستان کې په زراعتي او ساختماني برخو کې پانګونه وکړي. دغو سوداګرو له سرپرست والي سره په مزار شریف کې لیدلي دي. د بلخ ولایت د مقام په خبر پاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان سوداګر غواي په افغانستان کې د شېدو د تولید، د کالیو جوړولو، د سکرو له ډبرو د برېښنا د تولید د بوټو د تولید او د ساختماني موادو په برخو کې پانګونه کوي. د بلخ ځايي چارواکو د دې سوداګرو په حواله ویلي، چې غواړي چې اوسمهال په همدې موخه د مناسب ځای، د برېښنا، اوبو، خدماتو او مالیاتو په اړه ارزونې وکړي.
































