په ننګرهار کې ۱۸ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او حیواني درمل وسوځول شول. د تاریخ تېره، بې کیفیته او تقلبي اموالو د مخنیوي کمیسیون مسولین وايي، دغه تاریخ تېري او بې کیفیته توکي يې د جلال اباد ښار له هټيو څخه په تېرو پنځو میاشتو کې د بېلابېلو کمپاینونو په ترڅ کې راټول کړي و. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست بیا په مسوولینو غږ کوي، چې د توکو اخیستنې پر مهال دې د توکو تاریخ او کیفیت ته پام وکړي. دوی همدا راز زیاتوي، چې د بې کیفیته توکو استعمال په انسانانو کې د بېلابېلو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
































