په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اتنبایو او مل پلاوي يې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي. د دغه وزارت ویاند ویلي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو د دوحې درېيمې ناستې پر جزیاتو او لازمو همغږیو خبرې اترې کړې دي. په دې کتنه کې روزا اتنبایوا ویلي، چې ټیم يې د دوحې درېیمې ناستې پر اجنډا کار کوي او هڅه کوي داسې اجنډا ترتیب شي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي. د یوناما مشرې زیاته کړې، غواړي د وروستۍ اجنډا په اړه د افغان لوري نظریات واوري او د اجنډا له نهايي کېدو سره سم به د دوحې درېیمې ناستې ټولو ګډونوالو ته رسمي بلنلیکونه واستول شي. په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، دا مهمه ده چې داسې اجنډا جوړه شي چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي. نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت د دوحې درېیمې ناستې په اړه خپل دریځ له ټولو لوریو سره شریک کړی دی او په دې اړه به اړونده لوریو سره نژدې کار ته ادامه ورکړي.
































