د کار او ټولنیزو چارو سرپرست، د روسیې د کار او ټولنیز خوندیتوب له وزیر، انتون کټیاکف سره کتلي او د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه یې خبرې کړې دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کتنه کې روسیې ته د افغان کاریګرو د لېږد، غوره کار او ټولنیز خوندیبوب په برخه کې د تجروبو شریکولو او دغه برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارکوونکو د وړتیا لوړونې په اړه خبرې شوې دي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د سنټ پټرزبرګ په ۲۷مه اقتصادي سرمشریزه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی.
































