د خوړو نړیوال پروګرام ( WFP)په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې بشري وضعیت ته د رسېدنې لپاره موجوده سرچینې کافي نه دي او ټینګار یې کړی چې په روان میلادي کال کې د راستنېدونکو کډوالو او سیلابځپلو د لاسنیوي لپاره ۱٫۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده. په راپور کې دغه راز ویل شوي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د بشري عملیاتو لپاره یاده اداره د ۵۱۰ میلیونه ډالرو کمښت سره مخ ده. د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې وروستیو سیلابونو په ۶ ولایتونو کې زرګونه کورونه نړولي او د ځپلو شویو افغانانو د بېړني لاسنیوي لپاره له ۲۷ میلیون ډېرو ډالرو ته اړتیا ده. د خوړو نړیوال پروګرام په خبره، په سیلابځپلو سیمو کې خلک له سختې لوږې سره مخ دي او وروستیو سیلابونو یې اړتیا ډېره کړې ده. په راپور کې دا هم ویل شوي چې د وروستیو سیلابونو له امله په ۲۵ ولایتونو کې هېوادوال ځپل شوي چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د دوی د بېړني لاسنیوي لپاره ۱۴٫۵ میلیونه ډالر پکار دي.
































