د لوګر په مرکز پل علم او د دغه ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د شاوخوا ۷۲ میلیونو افغانیو په لګښت د شپږو ښوونځیو د ودانیو رغولو چارې نن پيل شوې چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۱۰ زره زده کوونکو ته په مناسب چاپيریال کې د زده کړو زمینه برابره شي. د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې یاد ښوونځي به په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي او هر یو به یې شپږ درسي ټولګي ،یوه اداري خونه، د احاطوي دېوال، د لاس مینځلو ځایونه، د لمریزې برېښنا سیستم او مبرزونه ولري. د مسوولینو په خبره د دغو ښوونځیو په جوړېدو سره به د شاوخوا ۱۰ زره زدهکوونکو د سرپناه نشتون ستونزه هواره او هم به ورته د زده کړو لازم او خوندي چاپېریال برابر شي. لوګر په مرکز او ولسوالیو کې ټول ټال ۲۸۲ ښوونځي لري، چې ۸۲ ښوونځي یې ودانۍ نه لري.
































