د کابل ولایت په درېیو ولسوالیو او د ښار په یوه ناحیه کې پر ۱۸۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي. د کابل د امینې قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر موسی کلیم وايي؛ د کابل سروبي، ده سبز او قره باغ ولسوالیو او د کابل ښار په ۲۱مه ناحیه کې یې ۱۶ ورځني عملیات کړي چې په پایله کې یې ۱۸۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې. نوموړی وايي، یادو کسانو په خپلو کورونو په انکړ او داسې ځایونو کې کوکنار کرلي وو چې ډیر تګ راتګ ورته نه کېده.
































