د بدخشان د یفتل ولسوالۍ په دهن سابات سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکي وايي، چې په یاده پېښه کې ۴ تنه مړه شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي. د بدخشان د اطلاعاتو کلتور رییس حکمت الله محمدي ویلي، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د یفتل پایان ولسوالۍ په دهن سابات سیمه کې شوې ده. د پېښې قربانیان ټول د لغمان اوسېدونکي دي، چې په لنډ کروزر ډوله موټر کې د یاد ولایت له راغستان ولسوالۍ څخه مرکز فیض اباد ته پر لار وو.
































