په تخار ولایت کې د درېیو جلا ټرافیکي پېښو په پایله کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د تخار د امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په لومړنۍ پېښه کې چې په بهارک ولسوالۍ کې شوې، درې تنه مړه او شپږ نور ټپیان دي. د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دوه نورې پېښې چې په درقد ولسوالۍ کې شوې درې تنه پکې ټپیان دي.
































