د فراه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ په تودنک کلي کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه شبکه د یونیسف په مالي همکارۍ جوړېږي، چې په کې د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې زېرمې جوړول، د ۴۰ لمریزو تختو نصبول او د ۳۰۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي. د یادولو وړ ده، چې د دې شبکې د کار په جریان کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او دغه راز د دې شبکې په جوړېدو سره به د یاد کلي ۳۵۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
































