عامې روغتیا وزارت، په افغانستان کې د میندو او نو زېږدو ماشومانو د مړینې په تړاو د روغتیا نړۍوال سازمان لخوا وروستۍ شمېرې ناسمې بللي او ویلي یې دي، چې د روان کال په پنځو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۳۰۰ میندو او ۴ زره نو زېږدو ماشومانو ژوند بایللی دی. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په دې اړه ویلي چې، په تېرو دوو کلونو کې ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه میندو او ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په هېواد کې ۳۵۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې، د روغتیا نړۍوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې، په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ ميندې او ۱۶۷ نوزېږي ماشومان د مخنيوي وړ علتونو له امله مري.
































