د کلیو، بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر له لوري د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغې شبکې د ګټې اخیستنې پرمهال د یاد وزارت سرپرست ویلي، چې د اوبو رسولو د پلان ترڅنګ په ټولو محرومو سیمو کې د چکډېمونو جوړولو ته ډېره پاملرنه کړې ده. په ورته وخت کې د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس عبدالسلام هجرت ویلي، چې یاده شبکه په کمانو او جوی نو کلیو کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې جوړه شوې، چې پرمټ یې ۱۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
































