د هوا په ګرمېدو سره نورستان ته د بېلابېلو ولایتونو څخه د سېلانیانو ورتګ ډیر شوی. د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې تېر کال دغه ولایت ته څه باندې ۸۰ زره سیلانیان ورغلي وو، چې سږ کال هم ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي. د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې تېر کال د هېواد د داخلي سیلانیانو سربېره نږدې ۱۰۰ بهرني سیلانیان هم د سیاحت په موخه دغه ولایت ته وراغلي وو. نورستان ته ورغلي سیلانیان وايي، دغه ولایت د سيل او تفریح لپاره ښه ځای دی خو زیاتوي، تر اوسه هلته د سيلانيانو لپاره لازمې اسانتیاوې نشته او باید مناسب مېلمستونونه جوړ شي.
































