د خوست ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د علیشرو تریزیو ولسوالۍ کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې دي. د مالوماتو له مخې په دې پروژه کې د ۴۲۱۳ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۷۳ نل لیکو نښلول د ۷۸ متره په ژوروالي د یوې څاه کیندل، ۳۰ متره مکعب په وړتیا یوې زېرمې جوړول او د لمریزې برېښنا د ۱۵ تختو د نصب ترڅنګ د یادې سیمې د یوه ښوونځي لپاره د ۸ متره مکعب د یوې زېرمې جوړول هم شامل دي. د یادولو وړ ده، چې د دې شبکې په جوړېدو سره ۱۸۰ کورنیو د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
































