د نیمروز ولایت د ګمرک ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ګمرک کې له ګاونډیو هېوادونو څخه وارد شوي ۵۵ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي. د نیمروز والي محمد قاسم خالد ویلي، چې د ایران او پاکستان هېوادونو څخه له وارد شويو توکو ۵۵ ټنه تارېخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي د څو میاشتو په لړ کې راټول شوي وو، چې د ځايي مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.
































