د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون په داسې حال کې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم شتون درلود د هېواد د بېلابېلو خونو له یو شمېر غړو سره وکتل. خانجان الکوزي او حاجي شېرین اغا سخي په دغه کتنه کې د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د سوداګرو او پانګوالو د اداري اسنادو د پړاوونو په اسانولو او د سوداګریزو اسنادو د ارزولو په برخه کې د ډیجیټلي سیستم په پیاوړتیا او پراختیا یې ټینګار وکړ. په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې د سوداګرو او پانګوالو کړنې او د خدماتو وړاندې کول وستایل. نوموړي څرګنده کړه؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې په هېواد کې ښه سوداګریز شرایط رامنځته او سوداګرو او پانګوالو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې همدارنګه څرګنده کړه، چې په ادارو کې د ډیجیټلي سیستم رامنځته کولو ته یې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړی او مسولین په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
































