تخار کې یوه ترکي مرستندویه بنسټ د روزنتون په جوړولو سره بې سرپرسته ماشومانو ته د زده کړو او روزنې زمینه برابره کړې ده. د دغه بنسټ مسوولین وایي، د بې سرپرسته او له زده کړو محرومو ماشومانو د را ټولولو په لړ کې یې، تر دې دمه ۳۵ ماشومان را ټول کړي دي. ځینې بې سرپرسته ماشومان چې په دغه روزنتون کې د زده کړو او روزنې زمینه ورته برابره شوې، خوښي څرګندوي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، دا مهال په ټول هېواد کې څه د پاسه لس زره بې سرپرسته ماشومانو ته په دولتي روزنتونونو کې د زده کړو او روزنې زمینه برابره شوې ده. د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي چې راتلونکي کې بې پرسته نجونو ته هم ځانګړي او جلا روزنتونونه جوړ کړي.
































