د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې په زابل ولایت کې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. یاد وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اوبو دغه کوچنی بند ۱۷.۶ متره اوږدوالی، ۳متره لوړوالی او د ۱۶۷۰ متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري. د یادولو وړ ده، چې د یاد بند د کار په جریان کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. د زابل ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د یاد کوچني بند په بشپړیدو سره د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به ثابته وساتل شي.
































